دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د افغانستان مشهور اداکار او کمیډین عبدالاحمد خاکسار د ۶۸ کلونو په عمر ومړ

30 زمری 1402

 

د خاکسار خپلوانو تایید کړې، چې نوموړی نن سهار د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

عبدالاحمد خاکسار په ۱۳۳۴ هجري لمریز کال کې زیږیدلی او په څه باندې څلویښت کلن ژوند کې یې له پنځوسو څخه په ډېرو ډارمو او فلمونو کې کار کړی دی.

د عبدالاحمد خاکسار لومړۍ ډرامه “هو او نه” په ١٣٦١ لمريز کال کې له ملي ټلوېزيون څخه خپره شوه.

خاکسار فارسي ادبیات لوستي و او د عبدالهادي داوي په ښوونځي کې یې د ښوونکي په توګه هم کار کړی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.