دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

په اوکراین کې الوتکو د ټکر له کبله درې تنه وژل شوي

05 وږی 1402

په اوکراین کې د روزنیز ماموریت پر مهال د دوه الوتکو د ټکر له کبله درې پیلوټان وژل شوي دي

د اوکراین جمهور رییس ولادمیر زیلنسکي پر خپله فیسبوک پاڼه په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د ژیتومیر سیمې پر فضا رامنځته شوې.

د هغه په خبره په پېښه کې د « اندري پیلشکوپ» په نوم د دوی یو مهم افسر هم وژل شوی دی.

نوموړي که څه هم په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس لیکلي چې یاده پېښه تېره ورځ سهار د دوه L-39  الوتکو د ټکر له کبله رامنځته شوې.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.