دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

په خوست کې لویه لار د اشر په ډول رغول کېږي

07 وږی 1402

په خوست کې د تڼیو او ګربزو ولسوالیو ترمنځ نښلونکې لویه لاره چې په دې وروستیو کې کنډ و کپر شوې وه، د سیمې د خلکو له لوري یې په شخصي لګښت د اشر په بڼه د جغل اچونې چارې پیل شوې

دوه تنه د اشر ګډونوال محمد داود او حمید وايي، د یاد سړک د جوړېدو لپاره یې د چندې په ډول پیسې راټولې کړې او په وینا یې چې د دواړو ولسوالیو خلکو لپاره دغه سړک خورا مهم دی:

د سیمې یو تن اوسیدونکی اسلامیار ځدارڼ وايي، په دې وروستیو کې د سړک د خرابوالي له کبله خلکو ته د تګ راتګ پر وخت ګڼې ستونزې جوړې شوې وې چې په جوړېدو سره به یې دوی ته اسانتیاوې رامنځته شي.

ځدارڼ وايي، حکومت او اړونده ادارې دې  سړک په اساسي ‌ډول جوړ کړي چې د بیا ویجاړېدو مخه یې نیول شوې وي.

بل لورته د خوست د ټولګټو چارو ریاست رییس مولوي احمد د دغه اشر کارونه ستايي او د سړک په جوړولو کې د هر ډول ماشینونو د ورکړې او همکاریو ډاډ ورکوي:

د یادولو ده چې په خوست کې ډېر کله عامه ځایونه او تاسیسات له ویجاړیدو وروسته  د حکومت د نه پاملرنې په صورت کې خلک او ولسونه د اشر یا د پګړې له لاړې جوړوي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.