دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

برادر: په کورنیو چارو کې کوم چاته د لاسووهنې اجازه نه ورکوو

12 وږی 1402

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبد الغني برادر د ایران له ځانګړي استازي او سفیر «حسن کاظمي قمي» سره په کتنه کې ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسووهنه وکړي.

د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې راغلي، په دې کتنه کې پر سیاسي، اقتصادي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پر همکارۍ خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي چې ملا عبدالغني برادر ایراني لوري ته ویلي چې افغانستان د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې د سیمې او له ګاونډیو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې پياوړې شوې او په کار ده چې ګاونډي هېوادونه هېچا ته دا فرصت ور نه کړي چې دې اړیکو ته زیان ورسېږي.
په اعلامیه کې د قومي له قوله ویل شوي چې هېواد یې د دوه اړخیزه سیاسي او اقتصادي ګټو خوندي کولو لپاره هڅې کړې دي..

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.