کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس پر دې توانېدلي چې په غزني، کاپیسا، تخار او ارزګان ولایتونو کې ۱۳تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور ونیسي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په نیول شویو کسانو کې شپږ تنه د قتل، شپږ تنه د وسلهوالې غلا په تور او یو تن د ټرافیکي پېښې په تړاو نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو په پکتیا او میدان وردک ولایتونو کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم د جنایي جرمونو پر وړاندې د جدي مبارزې خبر ورکړی