د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د اروپايي ټولنې غړي او د اتریش هېواد د ازاد ګوند مخکښو غړو سره کتلي دي.
د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ایکس پاڼه لیکلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ په ویانا کې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو په اړه هم خبرې کړې دي.
د اتریش هېواد د ازاد ګوند غړو د افغانستان وضعیت ښه ارزولی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت د لسیزو ناخوالو ته د پای ټکی اېښی.
دوی ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د سترګو لیدلی حال د اروپایي ټولنې له اړوندو مسوولینو او خلکو سره شریکوي.
که څه هم واک ته د اسلامي امارت له راتګ سره د یو شمېر بهرنیو هېوادونو پلاویو او استازو افغانستان ته تګ راتګ پیل کړی، خو لاهم دا حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.