دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

ټام ویسټ د افغانستان پر وضیعت د قطر له صدراعظم سره غږېدلی.

06 تله 1402 عصمت الله حلیم
Asmatullah Halim Asmatullah Halim

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د یو شمېر هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اتونبایوا او د قطر له صدراعظم محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره یې په جلا جلا لیدنو کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

هغه د افغانستان په مسله کې د قطر د رول ستاینه کړې ده.

وېسټ له اتونبایوا سره کتنې ته په اشارې لیکلي چې امریکا د بشري مرستو د همغږۍ، د بشري حقونو د څار او په افغانستان کې د اقتصادي ټیکاو په وده کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ ستاینه کوي.

هغه دغه راز له رینا امیري سره یوځای د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره هم کتلي او  افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

باور دا دی چې لاهم د افغانستان په مسئله کې د ټام ویسټ لیدنو د پام وړ اغېز نه دی کړی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.