دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

چین ته د امیر خان متقي سفر

11 تله 1402 چنار راډيو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ پلاوی د سه شنبې په ورځ د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د «ټرانس‌هماليا» فورم په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته روان شو.

د یاد وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل کلید ته په را لېږلې اعلامیه کې ویلي چې په دغه پلاوي کې د اقتصاد وزارت مرستیال ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسوولین هم شامل دي.
نومړی زیاتوي چې په یاد فورم کې د هماليا غرونو شاوخوا هېوادونو ترمنځ به پر اقتصادي همکاریو، سيمه‌ييز اتصال او ايکولوژيکي بدلونونو بحثونه وشي.
په اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوی به د یاد فورم په څنګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او نورو هېوادو له استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مسکو فارمټ په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.