د تاجکستان په خاروق ښار کې د افغانستان قونسلګري اسلامي امارت ته وسپارل شوه.
د یادې کونسلګرۍ سرپرست نقیب الله دهقانزاده په ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه قونسلګري د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تر مستقیم ملاتړ او لارښوونې لاندې فعالیت کوي.
تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت لپاره د فیض الله په نوم یو تن د لومړي سکرټر په توګه ټاکلی و.
خو په تاجکستان د پخواني حکومت سفیر د فیض الله ټاکل او په خاروق ښار کې اسلامي امارت ته د کونسلګرۍ سپارل رد کړي وو.
اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې دوی د ګاونډیو هېوادونو په شمول له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.