د ایران ولسمشر د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو غوښتي چې د افغانانو د ملاتړ او د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې په موخه یو پروګرام وړاندې کړي.
د پاکستان د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر انوارالحق کاکړ هم چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې لپاره د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو سره ګډ کار ته چمتو دی. کاکړ همدا راز د سیمې د اتصال او کاسا زر، افغان ټرانس او ټاپي پروژو په څېر په سترو پروژو کې د افغانستان رول مهم وباله. د ازبکستان ولسمشر بیا په دغه غونډه کې د اقتصادي همکاریو سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې افغانانو ته د بشري مرستو کچه لوړه کړي. د ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکیې، ایران، پاکستان او اذربایجان استازو په دې غونډه کې ګډون کړی و.