د روسیې حکومت ویلي چې په افغانستان کې له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت دوه کلنه مبارزه د تېرو شلو کلونو په پرتله ډېره اغېزمنه ده.
ټاس خبري آژانس د روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدوف له قوله ویلي چې په تېرو دوو کلونو کې د اسلامي امارت مبارزه د تېر حکومت د ۲۰ کلنو مبارزې په پرتله ډېره ګټوره ده.
د روسیې د امنیت شورا مرستیال ویلي، امریکا او متحدینو یې غوښتل چې له افغانستان څخه هیروین روسیې او نورو هېوادونو ته صادر شي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ملګرو ملتونو د نشهیي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر په یو راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د نشهیي توکو په کښت او تولید کې ۹۵ فیصده کموالی راغلی دی.