د نوموړي پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې ملا عبداللطیف منصور به له خپل ایراني سیال سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړي او د ایران د برېښنا د صنعت نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې به هم ګډون وکړي.
په دغه سفر کې به د برېښنا د تړون نوي کولو، د مناسبې بیې پر ټاکلو او نورو مسایلو له ایراني چارواکو سره خبرې وشي.
مخکې د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ پلاوي هم ایران ته سفر کړی و.
د دغه پلاوي د سفر پر مهال د ایران له حکومت سره په مختلفو برخو کې بېلابېلو تړونونه لاسلیک شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر عبدالطیف منصور په مشرۍ پلاوی ایران ته په سفر لاړ.
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.