د سوداګرۍ د ودې لپاره د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هېوادونو د استازو ترمنځ په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته شوې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په دې ناسته کې د افغان ټرانس پروژې، د سوداګرۍ او ترانزیت پر درې اړخیزه پراختیا او په دې برخه کې پر شته ستونزو خبرې وشوې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د پاکستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ترمنځ هم لیدنه شوې چې په کې د افغان سوداګرو ستونزو ته پر رسېدنې ټینګار شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني چارواکي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ۱.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت توکو ته د راتلو اجازه نه ورکوي.