د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا (OCHA) له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو پر ناوړه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د دغه سازمان پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو ناڅاپي ایستل پر افغانستان فشارونه زیاتوي.
د دې ادارې د دفتر مشر «دانیل اندریس» ویلي چې له پاکستانه راستانه شوي کډوال د سرپناه، خوراکي توکو او ژمنیو جامو له کمښت سره مخ دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارو خپلې مالي سرچينې د هرات زلزله ځپلو ته ځانګړې کړې او اوس د مرستندويه ادارو لپاره دا ډېره ستونزمنه ده چې دغو کډوالو ته مرستې ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دوام لري او پاکستان د دغه بهیر د چټکتیا په هدف درې نورې لارې پرانیستې دي.