د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، ایرلینډ د افغانستان د مرستې له صندوق سره ۵۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.
د یادې ادارې پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې ایرلنډ له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې د افغانستان د مرستې له صندوق سره د شاوخوا ۶.۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اوچا ادارې تر دې وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې میلیونونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او دغه اړتیا د ژمي په را رسېدو سره لا زیاته شوې ده.
په دې وروستیو کې یو شمېر مرستندویه بنسټونو په افغانستان کې خپلې مرستې د بودجې د کمښت له کبله ځنډولې وې.