دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د حسنا سادات د وژنې په اړه پلټنو پیل

11 ليندی 1402 Asmatullah Halim

د کابل امنیه قومانداني وایي چې د یوه خصوصي تلویزیون د پخوانۍ کارکوونکې حسنا سادات د وژنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

دا نجلۍ د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې وژل شوې ده.
د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ پر ایکس پاڼه لیکلي چې سادات د قلع فتح الله په سیمه کې له خپل کور څخه، چې په یوه لوړ پوړیزه ودانۍ کې و، ښکته را لوېدلې او مړ شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې د دې قضیې په تړاو یو تن نیول شوی هم دی.
تر دې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې د حسنا سادات کور ته د امنیتي ځواکونو له ننوتلو وروسته نوموړې ځان غورځولی، خو خالد ځدراڼ دغه اوازې ردوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.