کورنیو چارو وزارت ویلي چې نامعلومو وسلهوالو د هرات په جبراییل ښارګوټي کې د دوو اهل تشیع عالمانو په ګډون شپږ تنه په ډزو وژلي دي.
دا پېښه پرون ناوخته د هرات د ۱۳مې حوزې اړوند د جبراییل ښارګوټي په کره ملي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر ایکس پاڼه دغه پېښه غندلې او زیاتوي چې په دې پېښه کې د ښځو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې دا د افغانستان د دښمنانو کار دی او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
څو ورځې مخکې هم په هرات ښار کې د وسلهوالو له خوا دوه تنه عالمان وژل شوي وو، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو له خوا پرې اندېښنه ښودل شوې وه.