د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پاکستاني لوري له پرون ورځې راهیسې له افغانستانه د ورتلونکو هغو افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورټ او وېزه نه لري.
مخکې د یوې هوکړې له مخې پاکستاني چارواکو تورخم دروازه کې افغان ناروغانو ته اجازه ورکوله چې له وېزې پرته دغه هېواد ته د درملنې لپاره ولاړ شي.
د ننګرهار ځايي چارواکو له ټولو ناروغ لرونکو کورنیو غوښتي چې له پاسپورټ او وېزې پرته د تورخم له لارې پاکستان ته د تللو هڅه ونه کړي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور امر قریشي بدلون وايي چې پاکستان مخکې په دې اړه ځینې محدودیتونه لګولي وو او تر څو ورځو وړاندې مودې پورې یې یوازې د سرطان او هغو ناروغانو ته له پاسپورټ او وېزې پرته د ورتګ اجازه ورکوله چې افغانستان کې به یې درملنه ناشونې او ګرانه وه.