د افغانستان سرپرست حکومت وایي، د نومبر میاشتې له پيل تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۵۰ زره افغانان رایستل شوي دي.
د سرپرست حکومت ویاند وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وینا یې سرپرست حکومت هڅې کوي، چې د راستانه شویو کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
له دې سره سم د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي، د افغان کډوالو د ایستلو مسله ډیره پيچلې ده او په وینا یې د دغه هېواد لنډمهال حکومت، د افغان کډوالو له ایستلو مخکې باید له بېلابېلو لورو سره سلام مشورې کړې وای.