د لوړو زده کړو وزارت وايي، د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا کارونه په چټکۍ سره روان دي. د دغه وزارت د نصاب رییس زیاتوي په تېرو دوو کلونو کې د تحصیلي نصاب د بیا کتنې کار ۷۰ سلنه مخته تللی دی.
نوموړی وايي په څه باندې ۱۰۰ پوهځیو د بیا کتنې کار روان دی، د ۷۳ پوهنځیو نصاب وروستی شوی او د ۳۵ نورو پوهنځیو د نصاب بیا کتنې چارې پاتې دي.
د ده په خبره د تحصیلي نصاب د بیا کتنې موخه داده چې دغه نصاب له نړۍوالو معیارونو، اسلامي او ملي ارزښتونو سره برابر شي. بلخوا د پوهنتونو یو شمېر استادان او زده کړیالان وايي، چې تحصیلي نصاب ته باید د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ کتنه وشي.