د مالیې وزارت وایي چې د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو زیات شمېر قاچاقي توکي نیولي.
د یاد وزارت پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې د ګمرکونو ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د هلمند ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۸۸۱کارتنه روب، ۷۴۴۰کیلو ګرامه ګوړه، ۲۳۰۰ کیلو ګرامه چاکلېټ، ۳ عرادې بې اسناده موټر او ۳۱ عرادې جاپاني هنډا موټرسایکلونه نیولي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه توکي په داسې حال کې نیول شوي، چې قاچاق وړونکو غوښتل چې په قاچاقي لارو یې هیواد ته دننه کړي.
په دې پېښه کي نیول شوي کسان اړوندو پلټونکو ادارو او توکي د نیمروز ګمرک ریاست ته سپارل شوي دي.