د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ ریاست ویلي چې په ټول هېواد کې یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په نورمال ډول روانه ده او هره ورځ زرګونه پاسپورټونه هېواد والو ته وېشل کېږي.
یادې ادارې په خپله فیسبوک پاڼه د یوه پیغام په خپرولو سره هغه آوازې رد کړې چې ګني په هېواد کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ بنده شوې ده .
په دې پیغام کې د پاسپورټ ریاست ویاند نورالله پتمن وایي چې دوی هره ورځ زرګونه ټوکه پاسپورټونه وېشي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېری هېواد وال د پاسپورټونو د ترلاسه کولو په اړه شکایت کوي او وایي چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره باید په میاشتو په تمه پاتې کېږي.
پاسپورت ریاست: د پاسپورټونو وېش دوام لري.
خپل نظر ورکړئ
Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.