د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وایي چې په بیړنیو مرستو ستونزه نه حل کېږي، بلکې پکار ده چې راستنېدونکو کډوالو ته اساسي خدمتونه وړاندې شي.
د یاد وزارت پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په تورخم کې د اروپایي اتحادیې له شارژدافيرې «رافيلا یودیچه» او د یوشمېر موسسو له استازو سره په لیدنه کې ویلي ښایي د ژمي په رارسېدو سره د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې شي، نو پکار ده چې د بیړنیو مرستو پرځای دوی ته د کور جوړولو او کاري فرصتونو په برخه کې پر معیاري او اساسي خدمتونو تمرکز وشي.
حقاني زیاته کړې، دا چې ژمی رارسېدلی او ځینو ولایتونو ته د کډوالو انتقال ناشونی دی، اړتیا ده چې د لنډمهال سرپناوو پر ځای اوږدمهاله کمپونه برابر او دا پروسه د بشرپاله هېوادونو په مرستو بشړه شي.
په دې کتنه کې د اروپایي ټولنې «شارژدافیرې» د پاکستان وروستۍ پرېکړه د مهاجرینو په حق کې ښکاره او لوی ظلم بللی او ویلي یې دي چې دوی به په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه تر اوسه څه باندې ۴۰۰ زره کډوال په جبري توګه را ایستل شوي.