دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

د قطر هېواد د مرستو دویمه کڅوړه هرات ته ورسېده.

14 ليندی 1402 چنار راډيو

د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد د مرستو دویمه کڅوړه هم هرات ته ورسېده او افغاني سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شوه.

د سرې میاشتې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د هرات له زلزله ځپلو سره د قطر هېواد د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې دویمه کڅوړه په خواجه عبد الله انصاري هوايي ډګر کې افغاني سرې میاشتې ته ورکړل شوه.
سرچینې زیاته کړې چې دا مرسته به د دوی له خوا په شفافه توګه د یوه کمېسیون له لارې د هرات پر زلزله ځپلو ووېشل شي.
د هرات د والي ویاند احمد الله متقي پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغو مرستو کې ۱۰۰۰د روغتیا ساتنې کېټونه، ۱۶۴۳ کارټنه بېلابېل خوراکي توکي، ۳۴۵۰کمپلې، ۲۰ ټنه خرما او ۲۵۰ خېمې شاملې دي.
په کابل کې د قطر سفارت تېره اوونۍ د هرات له زلزله ځپلو سره د درېیو الوتکو مرستو خبر ورکړی و، چې له دې څخه یې لومړۍ الوتکه تېره اوونۍ هرات ته رسېدلې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.