دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

توماس ویسټ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې دي.

18 ليندی 1402 چنار راډيو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، په اسلام‌اباد کې یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو لپاره په اسانتیاوو خبرې کړې دي.

ویسټ نن سهار پر خپله ټویټر ‌پاڼه لیکلي، هغه د دې هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر عباس جیلاني او د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره کتلي دي.

 ویسټ زیاته کړې، امریکا په سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره ولاړه ده.

هغه له افغان کډوالو او له نړیوالو سازمانونو سره د پاکستان له چلند هم مننه کړې ده.

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د ډسمبر په اوومه پاکستان ته تللی و.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.