دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

بریتانیا له افغانستان سره ۵.۵ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.

18 ليندی 1402 چنار راډيو

په افغانستان کې د بريتانيا سفارت چې په دوحه کې فعاليت کوي، اعلان کړی چې په افغانستان کې يې د ماين پاکولو لپاره پنځه نيم ميليونه پونډه مرسته کړې ده.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، د هلوټرسټ ماین پاکۍ موسسې په دې مرسته یې زیاته برخه ځمکه له ماینونو پاکه کړې ده.

په افغانستان کې د روسانو له شتون د پاتې شوو ځمکنیو ماینونو چاودنې ګڼ شمېر افغانان په ځانګړې توګه ماشومان وژلي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر، د ماین پاکۍ له نړیوالې موسسې هلوټرست څخه غوښتي چې کابل ولایت د خپلو خدماتو په لومړیتوب کې ونیسي.

هغه د هلوټرسټ موسسې له مشر جیمز میشاییل کاونس سره په لیدنه کې د کابل ولایت ماین پاکي بیړنۍ اړتیا ګڼلې وه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.