دوشنبه, ۳۱ غويی ۱۴۰۳

پاکستان د سیاسي فعالیتونو له امله لس تنه افغانان له دغه هېواده ایستلي.

18 ليندی 1402 چنار راډيو

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، هغه قانوني افغان کډوال چې په سیاسي فعالیتونو کې یې ښکیلتیا څرګنده شي له دې هېواده به واېستل شي.

سرفراز بګټي زیاتوي، لس داسې کسان چې په سياسي فعاليتونو کې یې لاس درلود، د دغه هېواد امنیتی ځواکونو پېژندلي او له هېواده یې اېستلي دي.

بګټي پرون په اسلام اباد کې خبري غونډې ته د وینا پر مهال زياته کړې، هغه افغانان چې پاکستان کې په قانوني توګه ژوند کوي او یا هم د کډوالۍ اسناد لري په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار کړی چې یوازی د پاکستان اتباع په سیاست کې برخه اخیستلی شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ د تېر اکتوبر په لومړیو کې پیل شوې او د دغه هیواد چارواکي وایي د راتلونکي کال تر لومړۍ میاشتې به څه باندې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وباسي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.