د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي په اسلام اباد کې له یوشمېر افغان کډوالو سره لیدلي دي. توماس ویسټ د دې لیدنې کتنې په اړه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د هغوی ستونزې یې اوریدلې دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې، همداراز د کډوالۍ د نړیوال سازمان د ادارې له استازیو څخه یې مننه کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ کوي.
ویسټ څرګنده کړې ده چې سږکال امریکا له ( یو این ایچ سي ار) سره ۷۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده چې د دې کډوالو ملاتړ وکړي.
توماس ویست له درې ورځني سفر وروسته نن له اسلام اباده ولاړ. ده له پاکستاني چارواکو سره د دې سفر په ترڅ کې تر ډېره د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړې.