د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د ژمي له راتګ سره د ښارګوټو او دنګو ودانیو مسوولان اړ دي چې د خپلو ودانیو د تودولو سیسټمونه برقي یا ګازي کړي
یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره یې په ګڼ مېشتو سیمو، دنګو ودانیو او ښارګوټو ته خپلې خبرتیاوې رسولې دي.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د دوی څارونکي شپه و ورځ د کابل ښار په ټولو برخو کې د هوا د ککړتیا سرچینې څاري او له سرغړوونکو سره قانوني چلند کوي.
دا په داسې حال کې د ه چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هوا نسبتا ککړه شوې او د سون غیر معیاري توکو لوګیو د ښار هوا ککړه کړې ده .