د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان لمریز کال کې د تازه میوو د حاصلاتو د زیاتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت ویاند وايي، چې سږ کال د تازه میوو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي او دغه وزارت هڅه کوي، چې کروندګرو ته نورې اسانتیاوې برابره کړي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم ټینګار کوي، چې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۱۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت تازه میوه پاکستان، هند، آلمان، تاجکستان او ترکیې ته صادره شوې ده.
بلخوا یو شمېر سوداګر وايي، د صادراتو په موسم کې د هېواد د بندرونو تړل کېدل، یوه لویه ننګونه ده او له سرپرست حکومت غواړي، چې په دې برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.