ایران یو وار بیا امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو په نقض تورنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ستر سرغړونکی هېواد دی
په افغانستان کې د ایران سفیر او د دغه هېواد ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ډسمبر لسمې بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت پرخپله اېکس پاڼه لیکلي، ترڅو چې د ملکي وګړو پر وړاندې د جنایتونو له کبله امریکا او د د هغوی جنګي متحدین محاکمه نشي، دا ورځ به یوازې د ابر قدرتونو د سیاسي منشور په توګه د هغوی د نظام ټینګولو لپاره یادیږي.
د قمي په خبره، نړۍ اوس هم په افغانستان، یمن او غزه کې د لویدیځوالو له خوا د بشري حقونو د سرغړونې له ستونزې سره مخ ده او د دوی پر وړاندې د عدالت پلي کېدو ته تږې ده.
د یادونې ده چې ایران تر دې وړاندې هم امریکا په افغانستان کې د بشري حقونو پر نقض تورنه کړې ده.