پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

رینا امیري یو وار بیا د نجونو د زدکړو پر بندیز نیوکه کړې.

20 ليندی 1402 چنار راډيو

د افغان ښځو حقونو لپاره د  امریکا ځانګړې استازې رینا امیري یو  وار بیا په افغانستان کې له کار او زده کړو څخه د ښځو پر بندیز نیوکه کړې

نوموړې د دوحې ناستې په څنډه کې ویلي، دوی څو ځله اسلامي امارت ته وریاده کړې چې بشري حقونو ته له درناوي پرته ورسره نړیواله ټولنه مخ ته نه شي تلی.

د امیري په خبره، د نجونو پر زده کړو له بندیز سره ګڼ افغانان هم مخالفت کوي او له اسلامي امارت غواړي چې دا بندیز پای  ته ورسوی.

نوموړې ویلي، له اسلامي امارت سره یې په دې اړه څو څو ځله خبرې هم کړې دي.

هغې ویلي، عادي وضعیت ته د راګرځېدو لپاره له اسلامي امارت سره ډېر څه کول پکار دي.

د یادونې ده چې د دوحې ناسته نن پیل شوې، چې په کې د افغان ښځو د کار او زده کړو حقونو په اړه خبرې کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.