پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

پر میر الرحمن رحماني او اجمل رحماني بندیزونه

21 ليندی 1402

امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان پر رییس مير رحمن رحماني او د هغه پر زوی اجمل رحماني د مالي فساد له کبله بندیزونه لګولي دي.

د امریکا د مالیې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان او ۴۴نور اړوند شرکتونه او بنسټونه په نړۍ کې د جدي مالي فساد او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله تحریم شوي دي.
یاد وزارت ویلي چې رحماني او اجمل د خپلو شرکتونو پر مټ په افغانستان کې د فساد یوه پېچلې تدارکاتي شبکه جوړه کړې وه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره د امریکا د دولت د مالي مرستو له قراردادونو څخه یې ملیونونه ډالره اخیستي دي.
د امریکا د مالیې وزارت په اعلامیه کې د دوی د مالي فساد قضیې تشریح شوې دي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د میر الرحمن رحماني له خوا په دغو قراردادونو کې قصدي انفلاسیون، په وارداتو کې د مالیې درغلۍ شتون، د تېلو غلا، په پارلمان کې اداري فساد او د بېلابېلو هېوادونو د تابعیت اخیستل هغه څه دي چې پر دوی د بندیزونو لامل شوي.
د افغانستان د پخواني حکومت د پارلمان رییس په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان په پارلمان کې د پروان ولایت استازی او د هېواد له لویو سوداګرو څخه هم شمېرل کېږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.