پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

پاکستان کې د افغان سوداګرو د بند پاتې مالونو د خوشې کولو غوښتنه وشوه.

21 ليندی 1402 چنار راډيو

په اسلام‌ اباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د کونسلګرۍ تجارتي اتشو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د بهرنۍ سوداګرۍ له رییسې ماریه کازې سره لیدليدي.
په دې لیدنه کې افغان لوري پاکستان کې د افغان سوداګرو د پاتې کانټینرونو د ژر تر ژره پرېښودلو غوښتنه کړې.

ورته مهال پاکستاني لوري د پاتې کانټینرونو د پرېښودو ډاډ ورکړی او ویلي یې دي؛ په سر کې به د هغو ۲۵۰کانټینرونو د پرېښودلو زمینه برابره کړي، چې د اکتوبر په درېمه د کراچۍ بندر ته رسېدلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.