د پاکستان د لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد کې د یوناما له مشرې سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
د دغه هېواد د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جلیل عباس جیلاني او روزا اوتونبایوا ترمنځ په دې لیدنه کې بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې د یو سوکاله، سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره له نړۍوالې ټولنې او یوناما سره خپل تعامل ته ادامه ورکوي.