پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

چاپیریال ساتنې ادارې د هوا د ککړتیا کمولو لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ

21 ليندی 1402 چنار راډيو

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د هوا د ککړتیا د کمولو لپاره پنځه کلن پلان اعلان کړ.

د دې ادارې د هوا د ککړتیا د تنظیم او کنټرول رییس وايي، دا اداره هڅه کوي، چې د هوا د ککړتیا کچه راکمه کړي.

نوموړی زیاتوي، چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې یې، د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي دي.

د هوا ککړتیا هغه ننګونه ده چې هر کال د ژمي د موسم په رارسېدو سره د پلازمېنې اوسېدونکي ورسره مخ کېږي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، د سهار او شپې لخوا د هوا ککړتیا زیاتیږي او دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې په تېرو دوو کلونو کې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه د ودانیو، حمامونو او فابریکو د خاوندانو لخوا تر ۳۰۰ ډېر فلټرونه نصب شوي دي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.