پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

زلمی خلیلزاد: د افغانستان او پاکستان اړیکې نازک حالت ته تللې دي

25 ليندی 1402 عصمت الله حلیم

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی د افغانستان او پاکستان اړیکې نازکې بللي او ویلي یې دي چې داوړه لوري باید هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې وکړي

زلمي خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دواړه هیوادونه باید د یو میکانیزم د یو بل پر ضد د خپلې خاورې کارولو مخنیوی وکړي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې پاکستان اسلامي امارت د پاکستان د تحریک طالبان په ملاتړ تورنوي، خو افغان چارواکي دا ادعاوې ردوي او اسلام اباد د داعش د خراسان څانګې په ملاتړ تورنوي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یو خبري کنفرانس کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې مشران ور وسپاري.

که څه هم اسلامي امارت د خلیلزاد  د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې هغه تورونه بې ځایه بللي چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالیږي..

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.