پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د هرات خواف له لارې د سوداګریزو توکو لېږد پیلېږي.

25 ليندی 1402 چنار راډيو

د هرات د اوسپنۍ پټلۍ ریاست مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به د هرات خواف د اوسپنې پټلۍ له لارۍ د سوداګریزو توکو د انتقال لړۍ پیل شي.

د هرات ولایت د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس مفتي محمد نسیم محمدي د دغه ولایت د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د یاد ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره د لیدنې پر مهال دا څرګندونې کړې دي.
هغه زیاته کړې چې له ايران څخه د هرات تر روزنک غوريان سټېشن پورې د هرات خواف رېل پټلۍ د فعاليت لپاره چمتو ده او په دې لاره کې هېڅ تخنيکي ستونزه نشته.
په ورته وخت کې د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او د دغه ولایت یو شمېر سوداګرو او پانګوالو د کورنیو پانګونو په برخه کې له بندر عباس څخه روزنګ سټېشن پورې د بار وړونکو موټرو د ټرانسپورټ د برابرولو غوښتنه هم وکړه.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.