پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

25 ليندی 1402 چنار راډيو

د هرات سیمه ییزو چارواکو ويلي؛ د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا پېښه پرون ماښام د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په شابید سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې یو فیلډر ډوله موټر، چې له هرات ښار څخه د ادرسکن ولسوالۍ پر لوري روان و، له یوه سویفټ ډوله موټر سره ټکر کړی دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.