د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د سولې لپاره یې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز رد کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په افغانستان کې د بریتانیې د سفارت له شارژدافیر رابرټ ډیکسن سره په لیدنه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت د داسې استازی شتون ته اړتیا نه لری.
همدا راز ډیکسون هم پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت له یو شمیر لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل او د سیمې د امنیت او ثبات، روغتیا او د نجونو د تعلیم په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ د اخیستلو لپاره د اسلامي امارت وړانديز د دغه سازمان له خوا رد شو او د درېیم ځل لپاره یې اعتبار وځنډول شو.