پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د افغان ټرانس په پروژه کې د قطر د مرستې غوښتنه

29 ليندی 1402 چنار راډيو

 

د ازبکستان جمهور رییس د قطر له امیر څخه غوښتي چې د افغانستان د اورګاډي پټلۍ په پروژه کې همکاري وکړي.

د قطر دولتي اژانس ( کیو.ان.اې ) د راپور له مخې، د قطر امیر شیخ تمیم بن احمد الثاني ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان له جمهور رییس شوکت میرضیایف سره په کتنه کې د سيمې او نړۍ پر مسايلو خبرې کړې دي.
په راپور کې راغلي چې د ازبکستان جمهور رییس د قطر له امير څخه غوښتي چې د افغانستان د ریل پټلۍ په پروژه کې همکاري وکړي.
سرچينې زياته کړې، د قطر امير د افغان ټرانس له پروژې څخه د خپل ملاتړ ډاډ ور کړى دى.
ویل کېږي که دا پروژه بشپړه شي، ازبکستان او د منځنۍ اسیا نور هېوادونه به د افغانستان له لارې له پاکستان سره ونښلول شي.
د یادونې ده چې ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې د دې پروژې د جوړولو په اړه هوکړې ته رسېدلي وو، خو په افغانستان کې د ناامنیو او سیاسي بدلون له کبله تر اوسه دغه پروژه نه ده عملي شوې.

 

 

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.