پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

حقاني: بشري مرستې باید سیاسي نه شي

05 مرغومی 1402 چنار راډيو

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، د نړیوالو له خوا وضع شوي محدودیتونه به په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته کړي او غوښتنه یې کړې چې د افغانانو اساسي بشري اړتیاوې باید له سیاسي مسایلو لېرې وساتل شي.

د یاد وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر ایکس پاڼه لیکلي چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست د جاپان د سیسکاوا د سولې بنسټ له مشر اتسوشي سونامي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو سره وکتل.
حقاني افغانستان ته د یاد پلاوي راتګ مثبت ارزولی او هیله یې څرګنده کړې چې دا ډول پلاوي د افغانستان د وضعیت ریښتینی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.
حقاني همدا راز زیاته کړه، اوږدمهاله سیاسي ستونزې د خبرو، تفاهم او دوه اړخیزو اړیکو له لارې حل کېدای شي.
په دې کتنه کې اتشوي سونامي ویلي چې د اقتصادي ستونزو په ګډون ځینې شته خنډونه به ژر حل شي او په دې سره به د افغانستان او نړۍ ترمنځ شته واټن به له منځه ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو پر افغانستان د بندیزونو د ناوړه پایلو په اړه له بهرنیو پلاوو سره خبرې کړې وې.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.