د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي «ریچارډ بینیټ» له اسلامي امارت څخه یو ځل بیاغوښتي چې د ښځو پر کار بندیز لرې کړي.
نوموړي په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیزونو لرې کولو غوښتنه هم کړې ده.
د هغه په وينا، زده کړه او کار د باعزته ژوند او د هېواد د اقتصاد لپاره مهم دي.
د افغان نجونو د حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري هم پر ایکس پاڼه لیکلي چې پر ښځو د کار محدودیتونو په ډېرو ادارو کې کارونه کمزوري کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا هم په یوه راپور کې ویلي چې د ښځو پر کار محدودیتونو د دغه سازمان د مرستو رسولو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې ښځو ته به د کار کولو اجازه هغه مهال ورکول کیږي چې چاپیریال ورته مناسب وي.