پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

قزاقستان د اسلامي امارت نوم د بندیزونو له لیست څخه ووېست.

09 مرغومی 1402 چنار راډيو

د قزاقستان سترې محکمې د اسلامي امارت نوم د هغو  ډلو له لست څخه لرې کړ چې په دغه هیواد کې یې فعالیتونه منع دي

د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې یاده موضوع په افغانستان کې د یاد هېواد سفیر علیم خان یسین ګیلیدف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې مطرح کړې ده.

هغه ویلي، هېواد یې غواړي، چې له افغانستان سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

په همدې حال کې امیر خان مقتي د قزاقستان له دغه ګام مننه کړې.

اسلامي امارت تر دې وړاندې ویلي چې دوی له ټولو هېوادونو سره غوره اړیکې غواړي او له نړۍ یې غوښتي چې په رسمیت یې وپېژني.

 

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.