پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

تاجکستان افغانستان سره پر پوله ۷۵ نورې امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

09 مرغومی 1402 چنار راډيو

د تاجکستان ولسمشر یو ځل بیا له افغانستان سره پر ګډه پوله د امنیت پر لا زیات ټېنګښت ټینګار کړی دی. امام  علي رحمان په یو غونډه کې ویلي چې له افغانستان سره یې پر ګډه پوله په تېر یوه کال کې ۷۵ نورې امنیتي پوستې هم جوړې کړي دي.

له دې سره سم، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې ویلي، پاکستان به له سرپرست حکومت سره د امنیت او ډیورنډ فرضي کرښې د مدیریت په تړاو خپلو خبرو ته دوام ورکړي. خو سرپرست حکومت وايي، افغان خاوره امن ده او د هېڅ هېواد په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر ضد ترې کار نه اخیستل کیږي.

تر دې مخکې، د ټولیز امنیت د سازمان لوی درستیز ادعا کړې وه چې د افغانستان شمال د دغه سازمان د غړو لپاره یو ګواښ دی او د لوی درستیزانو د ګډې کمیټې غړي له افغان خاورې د پیښېدونکي ګواښ د مخنیوي په تړاو خبرې اترې کوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.