ایراني رسنیو افغانستان ته تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۶۰زره بې اسناده افغانانو د اخراج او افغان لوري ته د سپارلو خبر ورکړی دی.
د ایران برنا خبري اژانس د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع په وینا پرون راپور ورکړی چې ویلي یې دي، د ایران پوځیانو په یوه میاشت کې ۶۰زره او ۳۸۰بې اسناده افغانان نیولي، او د دوغارون سرحدي دروازې له لارې افغانستان ته سپارلي دي.
د ایران چارواکو په وروستیو کې د بې اسناده کډوالو چې ډېره برخه یې افغانان دي، پر وړاندې یو لړ اقدامات کړي دي.
د خراسان رضوي ولایت امنیتي چارواکو ویلي، په ایران کې چې هرڅوک اوسېږي باید د استوګنې قانوني اسناد ولري.