پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

اذربایجان په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

09 مرغومی 1402 چنار راډيو

د اذربايجان رسنيو، د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير جيحون بايراموف له قوله ويلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به په کابل کې خپل ډيپلوماتیک ماموريت پرانيزي.

دغو رسنيو ليکلي، چې بایراموف په باکو کې خبري ناستې ته په وینا کې دا خبره وکړه.

«اپا» او «ټرند» خبري اژانسونو پرون د اذربایجان د بهرنيو چارو د وزير له قوله ليکلي،چې په نوي کې کال کې به باکو په څو نورو هېوادونو کې هم ډيپلوماتیک ماموريتونه پرانیزي.

د اذربایجان ريپورت خبري اژانس هم خبر ورکړی، چې ددې هېواد د ولسمشر الهام علی اوف د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۸ مه په يوه لاسلیک شوي فرمان کې الهام ممدوف د افغانستان لپاره د سفير په ټوګه ټاکلی دی.

د افغانستن سرپرست حکومت تر اوسه په افغانستان کې د اذربایجان د سفارت د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.