د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.
د یاد وزارت پر ایکسپاڼه لیکل شوي چې په فراه، هلمند، ترینکوت، زابل، او ارغستان کې د مرغومي میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې د اوبو د کچې لوړېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی او په یو شمېر نورو ولایتونو کې به واوره هم وورېږي.
بلخوا پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکو هم ویلي چې په تېرو نهو میاشتو کې په افغانستان کې سېلابونو ۳۵۰ کسان مړه کړي او شاوخوا پنځه سوه نور یې ټپيان کړي دي.
د سرچینې په وینا، پهدې موده کې د سېلابونو له کبله ۴زره کورونه په بشپړ یا نسبي توګه ويجاړ شوي او ۷۰زره جريبه کرنيزه ځمکه هم لهمنځه تللې ده.