پنجشنبه, ۲۰ غويی ۱۴۰۳

د بار وړونکو موټرو د ډېرېدو او چټکولو هوکړه.

16 مرغومی 1402 چنار راډيو

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ په عبوري سیمو کې د بار وړونکو موټرو د شمېر پر زیاتولو او چټوکولو هوکړه وشوه.

د یادې خونې د مسوولینو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د دواړو هېوادونو د سرحدونو د مدیریت کمېټو په یوه ناسته کې پر دې بحث وکړ چې د موټرو په تګ را تګ کې ځنډ ستونزې رامنځته کړې، نو پرېکړه وشوه چې په ۲۴ ساعتو کې ۹۰۰موټر تبادله شي، چې تر دې وړاندې تر ۲۵۰ پورې موټر تګ را تګ کاوه.
په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو د باروړونکو موټرو د چلوونکو لپاره د وېزې او پاسپورټ شرایط سخت کړي چې له کبله یې پراخې ستونزې او په تګ را تګ کې ځنډ رامنځته شوی دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.