د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (یو.ان.ایچ.سي .آر) وايي، په افغانستان کې د بشري بحران پر وړاندې د چمتو والي لپاره له اسلامي پراختیایي بانک سره د افغانستان د بشرپاله امانتي صندوق د ساتونکي په توګه درې هوکړې لاسلیک شوې دي.
یادې کمېشنرۍ ویلي، د دغو هوکړو د لاسلیک هدف په افغانستان کې د زده کړو، روغتیايي خدمتونو ملاتړ او د خلکو ته د معیشتي فرصونو رامنځته کول دي.
دغه هوکړهلیکونه د سعودي عربستان د جدې په ښار کې د اسلامي پراختیایي بانک په مرکز کې د دغه بانک د ځانګړي سلاکار او د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سلاکار ترمنځ لاسلیک شوي دي.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري به د دغو هوکړو له لارې د زده کړو پروګرامونو د ملاتړ لپاره یو شمېر پروګرامونه پلي کړي.
په دغو پروګرامونو کې به د نجونو او هلکانو لپاره د ۱۶ ښوونځیو جوړول، له ۳۰زرو څخه زیاتو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول او د روغتیايي خدمتونو چمتو کولو شامل وي.
تر دې وړاندې شکایتونه دا وو چې ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او ماشومان یې په خېمو کې زده کړې کوي.